په تیره درې میاشتو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې تر 1 میلیونو 400 زره ټنه ډیر توکې لېږدول شوي

Sayed Zaher Mo…
Fri, Mar 19 2021 8:45 AM
ARA

د اوسپنې پټلۍ له لاری د تجارتې مالونو لېږد هره ورځ او په منظم ډول دوام لړي او په ورستې ۳ میاشتو کې، 22 زره 2 سوه واګونونه چې تجارتې مالونو نه بار وو، هېواد ته وارد شوي دي.

دې شمېر واګونونه، 1 میلیونو 370 زرو زیات ټونو تجارتې توکو چې یو عمده برخه يې خوراکي مواد او همداراز نور برخه يې نفتي، ساختماني او نور ارټیا وړ توکو دي، انتقال کړي دي.

همداراز، د حیرتان- مزارشریف، آقینې او تورغندۍ اوسپنې پټلۍ له لارې په تیر ۳ میاشتو کې 72 زره او 268 ټنه ډېر کرنیز او سوداګریز توکې له هیواد بهر ته صادر شوي.

دا توکې چې د مزارشریف- حیرتان، آقینې او تورغندی اوسپنې پټلۍ له تمځایونو څخه بار شوی وو، اوزبیکستان، روسیه او قزاقستان هېوادنو ته استول شوي.

په صادر شویو توکو کې کرنیز محصولات لکه حبوبات، وچې میوې او تازه میوې شامل دي چې ډېری یې مالته دي.

latest news and reports

BACK TO NEWS