د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست د خوړو نړیوال سازمان د لوژیستیک برخې له مسؤل سره وکتل

Sayed Zaher Mo…
Mon, Sep 26 2022 6:12 PM
meeting with WFP

نن دوشنبه د تلې ۴ مه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال سازمان د لوژیسیتک برخې مسؤل ښاغلي درگوسلا سره چې د ازبکستان لپاره د خوړو نړیوال سازمان لوژیسیتک مسؤل ښاغلي شخرت میرزو او د دولتي اړیکو مسؤل ښاغلي حمیدالله افغان یې هم ملتیا کوله، په خپل کاري دفتر کې وکتل.

WFP


دې ناسته کې د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ښاغلي شرافت راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنگ، دوی ته د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اړوند هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او دوی ته یې ډاډ ورکړ چې هر کله چې د خوړو نړیوال سازمان وغواړي د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ترسره کړي، اداره په هر اړخیز ډول تیاري لري او اړینه همکاري کوي. ښاغلي شرافت وویل: دا چې تاسې له بېوزلو خلکو سره مرسته کوئ، موږ په ټول توان درسره همکار او همغږي یو.

WFP


ښاغلي درگوسلا د اوسپنې پټلۍ ادارې له لوري د همکارۍ او چمتوالي په اړه په ځانگړي توگه د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ دریمې ټوټې د ترمیماتو په پیل خوښي څرگنده کړه او زیاته یې کړه چې دوی تیار دي د خواف – هرات دریمې ټوټې څخه د انتقالاتو له پیل سره سم خپل توکي له دې لارې افغانستان ته وارد کړي. همداراز ښاغلي درگوسلا زیاته کړه چې دوی غواړي روزنک ستیشن د لویدیځو ولایتو لپاره د مرستو رسولو د مرکز په توگه وکاروي او هلته د اوسپنې پټلۍ ادارې اړوند گدامونه د غذایي موادو ساتلو لپاره په کرایه ونیسي.

ناسته په مثبته فضاء کې ترسره او دواړو لوریو په دوامداره همکارۍ او همغږۍ تأکید وکړ.

د اوسپنې پټلۍ اداره

د نشرآتو آمریت

۰۴/۰۷/۱۴۰۱ هـ.ش.

latest news and reports

BACK TO NEWS