د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست د خوړو نړیوال سازمان د لوژیستیک برخې له مسؤل سره وکتل

Sayed Zaher Mo…
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۴ - ۱۸:۱۲
meeting with WFP

نن دوشنبه د تلې ۴ مه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال سازمان د لوژیسیتک برخې مسؤل ښاغلي درگوسلا سره چې د ازبکستان لپاره د خوړو نړیوال سازمان لوژیسیتک مسؤل ښاغلي شخرت میرزو او د دولتي اړیکو مسؤل ښاغلي حمیدالله افغان یې هم ملتیا کوله، په خپل کاري دفتر کې وکتل.

WFP


دې ناسته کې د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ښاغلي شرافت راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنگ، دوی ته د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اړوند هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او دوی ته یې ډاډ ورکړ چې هر کله چې د خوړو نړیوال سازمان وغواړي د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ترسره کړي، اداره په هر اړخیز ډول تیاري لري او اړینه همکاري کوي. ښاغلي شرافت وویل: دا چې تاسې له بېوزلو خلکو سره مرسته کوئ، موږ په ټول توان درسره همکار او همغږي یو.

WFP


ښاغلي درگوسلا د اوسپنې پټلۍ ادارې له لوري د همکارۍ او چمتوالي په اړه په ځانگړي توگه د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ دریمې ټوټې د ترمیماتو په پیل خوښي څرگنده کړه او زیاته یې کړه چې دوی تیار دي د خواف – هرات دریمې ټوټې څخه د انتقالاتو له پیل سره سم خپل توکي له دې لارې افغانستان ته وارد کړي. همداراز ښاغلي درگوسلا زیاته کړه چې دوی غواړي روزنک ستیشن د لویدیځو ولایتو لپاره د مرستو رسولو د مرکز په توگه وکاروي او هلته د اوسپنې پټلۍ ادارې اړوند گدامونه د غذایي موادو ساتلو لپاره په کرایه ونیسي.

ناسته په مثبته فضاء کې ترسره او دواړو لوریو په دوامداره همکارۍ او همغږۍ تأکید وکړ.

د اوسپنې پټلۍ اداره

د نشرآتو آمریت

۰۴/۰۷/۱۴۰۱ هـ.ش.

وروستي خبرونه او راپورونه

شنبه ۱۴۰۲/۷/۸ - ۱۵:۵۲
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۷۹۰۸) مټریک ټنه انتقالات شوي دي!

تېره  اوونۍ کې (د سنبلې له ۳۱مې د تلې تر ۶مې) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې  (۶۷۹۰۸) متریک ټنه انتقالات شوي دي.

 د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۵۰۶۴۸) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۵ - ۱۱:۳
Background image

په سنبله میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۱۳،۷۷۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۲ سنبلې میاشت له لومړۍ نېټې د همدې میاشتې تر پایه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې  (۳۱۳،۷۷۰) متریک ټنه انتقالات شوي دي.

 د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۲۳۹،۰۵۴) ټنه، د آقینې. . .

شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۱۵:۱۹
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۲۷۴۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي!

تېره  اوونۍ کې (د سنبلی له ۲۴ تر ۳۰ مې) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې  (۶۲۷۴۷) متریک ټنه انتقالات شوي دي.

 د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۹۶۶۵) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۵۸. . .

ټول