تېرو دوو اونیو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۱۴۹۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي
تېرو دوو اونیو کې دحمل له ۱۰څخه دحمل تر ۲۳ مې) پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۱۴۹۵) متریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۱۳۲۷۱) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۹۵۲۳) ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۸۷۰۱) ټنه انتقالات چې ټولټال (۱۵۱۴۹۵) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.
د نشراتو آمریت
۲۸حمل ۱۴۰۳ هـ.ش.