تېرو دوو اونیو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۱۴۹۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

Kalimullah Sah…
Tue, Apr 16 2024 1:00 PM
انتقالات

تېرو دوو اونیو کې دحمل له ۱۰څخه دحمل تر ۲۳ مې) پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۱۴۹۵متریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۱۳۲۷۱ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۹۵۲۳ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۸۷۰۱ټنه انتقالات چې ټولټال (۱۵۱۴۹۵ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.

د نشراتو آمریت

۲۸حمل ۱۴۰۳ هـ.ش.

latest news and reports

BACK TO NEWS