د روزنک اوسپنې پټلۍ سټيشن څخه ترکیې ته 1100 مټریک ټنه صادرات ترسره شول
تېره جمعه د حمل په 31مه د روزنک اوسپنې پټلۍ له لارې ترکیې هیواد ته 1100 مټریک ټنه د معدني ډبرو صادرات ترسره شول.
په يادو صادراتو کې د تالک معدني ډبره شامله وه، چې د ترکیې هيواد مرسينګ ښار ته صادره شول.
په دې تړاو په روزنک اوسپنې پټلۍ سټيشن کې ځانګړي پرانيستونکي مراسم جوړ شوي وو، چې پکې د هرات د اوسپنې پټلۍ د رئیس ترڅنګ د اطلاعاتو او کلتور رئیس، د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس او ګڼو ځايي افغان او بهرنيو پانګه والو هم ګډون کړى وو.
د هرات د اوسپنې پټلۍ رئیس ښاغلي مفتي محمد نسيم محمدي په دې تړاو وویل، چې په پيل کې به د روزنک اوسپنې پټلۍ له لارې د تجارتي توکو د لېږد را لېږد کچه په ورځني ډول يو قطار وي او د سوداګريزو توکو حجم ته په کتلو سره به يې کچه په ورځني ډول دوه قطارونو ته لوړه شي.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت تر فتحې وروسته د روزنک اوسپنې پټلۍ له لارې په لومړي ځل ياد صادرات ترسره کيږي.