تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۲۸۱۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي
تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د حمل مياشتي له ۳۱مې څخه د ثور تر ۶مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۲۸۱۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۸۲۴۱) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۴۵) ټنه، د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۴۳) ټنه او د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۸۴) ټنه انتقالات چې ټولټال (۸۲۸۱۳) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، چې لویه برخه یې د آنارو جوس او تالک معدني ډبرې دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.
د نشراتو آمریت
۸ ثور ۱۴۰۳ هـ.ش.
۱۸ شوال المکرم ۱۴۴۵ هـ.ق.