د ۱۴۰۲ مالي کال پلان ارزونه؛ هغه پروژې په پلان کې ونیول شوې چې لومړیتوب یې ډیر دی!

Sayed Zaher Mo…
Mon, May 29 2023 6:40 PM
جلسه اداری

نن دوشنبه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د عمومي رئیس الحاج ملا بخت الرحمن شرافت په مشري د ادارې د غونډو په تالار کې د ادارې د معاونینو، مشاورینو، رئیسانو او آمرینو په گډون د ادارې د ۱۴۰۲ مالي کال د پلان ارزونه وشوه.

د غونډې په پیل کې د ادارې عمومي رئیس ښاغلي شرافت وویل: داسې پلان باید ترتیب شي چې د شته امکاناتو او وخت په نظر کې نیولو سره د تطبیق وړ وي.

جلسه اداری


د غونډې په دوام د پلان په بېلابېلو برخو مفصل بحثونه وشول او د اړوند ریاستونو او آمریتونو مسلکي نظرونه په کې واخیستل شول.

دغه غونډه کې د ۱۴۰۲ مالي کال په پلان کې د حیرتان اداري تعمیر جوړېدلو، د آقینې ستیشن ته پراختیا ورکولو، د حیرتان – مزارشریف ستیشنونو توسعه ورکولو، تورغونډۍ بندر کې د کانال کېندلو ترڅنگ یو شمېر مهمې پروژې چې لومړیتوب یې ډیر او تطبیق یې په شته امکاناتو او روان مالي کال کې ممکن دی، شاملې شوې.

جلسه اداری


دغه غونډه چې د ادارې د مدرس له لوري د قرانکریم د مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شوه، د خیر دعاء په کولو سره پای ته ورسېده.

د نشراتو آمریت

۸ جوزا ۱۴۰۲ هـ.ش.

latest news and reports

BACK TO NEWS