د حيرتان-مزار شریف د اوسپنې پټلۍ پروژې د بيارغونې چارې پيل شوې

Kalimullah Sah…
Sat, Feb 24 2024 9:26 AM
حیرتان

د حيرتان-مزار شریف د اوسپنې پټلۍ د ریلي او غير ریلي برخو د ترميماتي پروژې د تړون پرانيست غونډې مراسم د حوت په ۲مه په جيرتان سټيشن کې ترسره شول.

غونډه چې د قران الکريم په مبارکو ايتونو پيل شوه، پکې د افغانستان له لورې د اوسپنې پټلۍ ادارې مالي او اداري مرستيال ښاغلي سید محمد نعيم محمدي، د بلخ د اوسپنې پټلۍ رئیس، د ۴۰ کسيز تخنيکي ټيم انجنيرانو، د اقتصادي معاونیت پلاوي، د بلخ مرستيال والي، د ګمرک رئيس، د استراس دولتي شرکت رئيس، او د ازبکستان له لورې ددې هيواد د UTY يا اوسپنې پټلۍ ادارې معاون ښاغلي مظفر آقا، د ST کمپنۍ رئيس ښاغلي جمشيد آقا او ورسره ۵۰ کسيز تخنيکي ټيم ګډون درلود.

پرانیست غونډه

په پيل کې د بلخ مرستیال والي ښاغلي مولوي نورالهادي ابوادريس صاحب د وينا پرمهال ياده پروژه د افغانستان-ازبکستان ترمنځ د تجارتي اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره آغېزناکه او مهمه وبلله.

ورپسې د اوسپنې پټلۍ ادارې مالي او اداري مرستيال ښاغلي سید محمد نعيم محمدي غونډې ته وینا وکړه او وویل، چې دا ډېر د خوښۍ ځای دی چې داسې زيربنايي او بنيادي پروژې عملي کيږي، ترڅو افغانستان د سيمې له هيوادونو سره وصل کړي.

نوموړي ددې پروژې د عملي کار د پيل په آړه د  ازبکستان هيواد له هر اړخيزو ریلي همکاريو هرکلی وکړ او ياده پروژه يې د افغانستان د اقتصادي پراختيا او د ریل پټلۍ له لارې د تجارتي مالونو د انتقالاتي آسانتيا او چټکتيا لپاره خورا آرزښتناکه وبلله.

د غونډې په وروستيو کې د بلخ د اوسپنې پټلۍ رئیس ښاغلي مولوي محمد شفیق محمود وويل، چې ددې پروژې په بشپړیدو سره به ددې مسير پر نورو سټيشنونو ازدحام کم، سوداګریزې اسانتیاوې به رامنځته او د تجارتي توکو د لیږد-رالیږد کچه به لوړه شي.

حیرتان

په پای کې د يادې پروژې د بيارغونې چارې د پټۍ په پريکولو پرانيستل شوې او د خير په دعا لوستلو يې مراسم پای ته ورسېدل.

د حیرتان–مزار شریف د ۷۵ کیلومتره اوسپنې پټلۍ د ریلي او غیر ریلي برخو د ترمیم پروژه د ازبکستان هيواد د ریل پټلۍ ادارې او ST شرکت په همکارۍ د ۳ مياشتو په موده کې پلې کیږي.

حیرتان

تمه ده، چې ددې پروژې د تړون په عملي کیدو سره به د حيرتان-مزار شريف اوسپنې پټلۍ په مسیر کې د ۳ موجودو سټيشنونو: جيرتان، تازه اميد او مزارشريف تخريب شوي برخې ترمیم، د سګنالينګ سيسټم فعال او د قرارداد مطابق به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د يادې پروژې قرارداد د ۴۴۰ ملیونه افغانیو په ارزښت د ازبکستان هيواد د اوسپنې پټلۍ ادارې سره ترسره شوی دی.

د يادونې وړ ده، چې ددغه مسير په بشپړ فعالېدو سره به ګڼ شمېر هيوادوالو ته په مستقيم او غير مستقيم ډول کاري زمينه هم برابره شي.

latest news and reports

BACK TO NEWS