د حيرتان-مزار شریف د اوسپنې پټلۍ پروژې د بيارغونې چارې پيل شوې
د حيرتان-مزار شریف د اوسپنې پټلۍ د ریلي او غير ریلي برخو د ترميماتي پروژې د تړون پرانيست غونډې مراسم د حوت په ۲مه په جيرتان سټيشن کې ترسره شول.
غونډه چې د قران الکريم په مبارکو ايتونو پيل شوه، پکې د افغانستان له لورې د اوسپنې پټلۍ ادارې مالي او اداري مرستيال ښاغلي سید محمد نعيم محمدي، د بلخ د اوسپنې پټلۍ رئیس، د ۴۰ کسيز تخنيکي ټيم انجنيرانو، د اقتصادي معاونیت پلاوي، د بلخ مرستيال والي، د ګمرک رئيس، د استراس دولتي شرکت رئيس، او د ازبکستان له لورې ددې هيواد د UTY يا اوسپنې پټلۍ ادارې معاون ښاغلي مظفر آقا، د ST کمپنۍ رئيس ښاغلي جمشيد آقا او ورسره ۵۰ کسيز تخنيکي ټيم ګډون درلود.
په پيل کې د بلخ مرستیال والي ښاغلي مولوي نورالهادي ابوادريس صاحب د وينا پرمهال ياده پروژه د افغانستان-ازبکستان ترمنځ د تجارتي اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره آغېزناکه او مهمه وبلله.
ورپسې د اوسپنې پټلۍ ادارې مالي او اداري مرستيال ښاغلي سید محمد نعيم محمدي غونډې ته وینا وکړه او وویل، چې دا ډېر د خوښۍ ځای دی چې داسې زيربنايي او بنيادي پروژې عملي کيږي، ترڅو افغانستان د سيمې له هيوادونو سره وصل کړي.
نوموړي ددې پروژې د عملي کار د پيل په آړه د ازبکستان هيواد له هر اړخيزو ریلي همکاريو هرکلی وکړ او ياده پروژه يې د افغانستان د اقتصادي پراختيا او د ریل پټلۍ له لارې د تجارتي مالونو د انتقالاتي آسانتيا او چټکتيا لپاره خورا آرزښتناکه وبلله.
د غونډې په وروستيو کې د بلخ د اوسپنې پټلۍ رئیس ښاغلي مولوي محمد شفیق محمود وويل، چې ددې پروژې په بشپړیدو سره به ددې مسير پر نورو سټيشنونو ازدحام کم، سوداګریزې اسانتیاوې به رامنځته او د تجارتي توکو د لیږد-رالیږد کچه به لوړه شي.
په پای کې د يادې پروژې د بيارغونې چارې د پټۍ په پريکولو پرانيستل شوې او د خير په دعا لوستلو يې مراسم پای ته ورسېدل.
د حیرتان–مزار شریف د ۷۵ کیلومتره اوسپنې پټلۍ د ریلي او غیر ریلي برخو د ترمیم پروژه د ازبکستان هيواد د ریل پټلۍ ادارې او ST شرکت په همکارۍ د ۳ مياشتو په موده کې پلې کیږي.
تمه ده، چې ددې پروژې د تړون په عملي کیدو سره به د حيرتان-مزار شريف اوسپنې پټلۍ په مسیر کې د ۳ موجودو سټيشنونو: جيرتان، تازه اميد او مزارشريف تخريب شوي برخې ترمیم، د سګنالينګ سيسټم فعال او د قرارداد مطابق به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د يادې پروژې قرارداد د ۴۴۰ ملیونه افغانیو په ارزښت د ازبکستان هيواد د اوسپنې پټلۍ ادارې سره ترسره شوی دی.
د يادونې وړ ده، چې ددغه مسير په بشپړ فعالېدو سره به ګڼ شمېر هيوادوالو ته په مستقيم او غير مستقيم ډول کاري زمينه هم برابره شي.