ایران کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د ادارې کارکونکو روزنه

Sayed Zaher Mo…
Sun, Jan 31 2021 12:46 PM
ARA

د افغانستان د اوسپنې يټلۍ ادارې لسګونه کارکونکې چې په دې وروستیو کې ایران هیواد ته د روزنې په موخه استول شوي وو، دا مهال یې د مسلکي روزنې بهېر روان دی.

دا کارکونکو چې شمېر یې ۳۲ تنو ته رسېږي، ټاکل شوي چې د ایراني استاذانو لخوا د دریو میاشتو په وده کې د سوزنبار، د قطار د ټرافیکي متصدي او د قطار  د څارني په برخه کې وروزل شي.

یاد کارکونکې د هیواد له پلازمینې او بیلابیلو ولایاتونو څخه ایران ته استول شوي او ډېرژر به ۳۵ نور کارکونکو د حرفوي زده کړو په موخه تاجیکستان هېواد ته واستول شي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې تل هڅه کړي چي د کارکونکو د تخنیکي روزنې او مهارتونو د لوړولو ترڅنګ د اوسپنې پټلۍ د جوړوني، ګټې اخیستنې، د ساتنې او څارنې او د اوسپنې پټلۍ د مدیریت په برخو کې ګړندي ګامونه واخلي.

د یادونی وړده چې په ورستیو کلنو کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سلګونو تنو کارکونکو په چین، تاجیکستان، ترکمنستان، ایران او قزاقستان هېوادونو کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې لنډ مهاله روزنه او لوړې زده کړې ترلاسه کړې.

latest news and reports

BACK TO NEWS