د افغانستان او ازبیکستان د اوسپنې پټلۍ اداراو د مرستیالانو لیدنه
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې، مالي او ادارې مرستیال ښاغلي میرویس میرزکوال چې تاشکند ته د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي محمد حنیف اتمر سره د سفر ملتیا کوي، د اوزبیکستان اوسپنې پټلۍ مدیره پلاوي سره وکتل او د دواړو هېوادونو د ټرانسپورټي همکاریو پیاوړتیا او د ټرانزیتي آسانتیاو په رامنځتکولو خبرې اترې وکړې.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د اوزبیکستان- افغانستان- پاکستان د اتصالي اوسپنې پټلۍ د کړنلارې پر پلي کولو هر اړخیز او تخنیکي بحثونه وکړ.
ښاغلي میرزکوال د اوزبکستان ــ افغانستان ــ پاکستان د اوسپنې پټلۍ د نقشې د تصویب په موخه د درۍ اړخیزې ناستې له چمتوالي او کوربه توب څخه د ستاینې تر څنګ هیله څرګنده کړه؛ چې د مزار- هرات- قندهار- کویته د اوسپنې پټلۍ چارې ژر پیل شي.