د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس بلخ ولایت کې له سوداګرو سره ولیدل!

Sayed Zaher Mo…
Wed, May 10 2023 8:34 AM
دیدار با تجار بلخ

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس الحاج ملا بخت الرحمن شرافت بلخ ولایت کې د یاد ولایت د سوداګرۍ خونې سرپرست په حضور کې د بلخ ولایت له سوداګرو سره وکتل.

دغه لیدنه کې ښاغلي شرافت د سوداګرو د ستونزو او وړاندیزونو اورېدو ترڅنګ، دوی ته د ستونزو د حل کولو ډاډ ورکړ.

همداراز دغه لیدنه کې ښاغلي شرافت دوی ته ډاډ ورکړ چې د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي د سوداګریزو توکو د تخلیې او بارګیري پروسه چټکه او اړوند خدماتو کې لا سهولتونه برابر او د اوسپنې پټلۍ خدماتو کیفیت لا ښه کړي.

ناسته کې حاضرو سوداګرو بلخ ولایت ته د ښاغلي شرافت له ورتګ او وخت پر وخت د دوی د ستونزو او وړاندیزونو د اورېدو له امله خوښي وښوده او مجلس د خیر دعا‌ء په کولو سره پای ته ورسېد.

د نشراتو آمریت

٢٠ ثور ۱۴۰۲ هـ.ش.

latest news and reports

BACK TO NEWS