د خواف - هرات اوسپنې پټلۍ دریمې ټوټې د ترمیماتو چارې پیل شوې

Sayed Zaher Mo…
Wed, Sep 21 2022 11:58 PM
ترمیمات روزنک

نن چهارشنبه د وږي ۳۰ مه هرات ولایت غوریان ولسوالۍ روزنک سټېشن کې د خواف - هرات اوسپنې پټلۍ دریمې ټوټې د ترمیماتو چارې د یو لړ مراسمو پر مهال چې د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت او ورسره مل هیئت، د هرات والي، د ایران اوسپنې پټلۍ ادارې هیئت، د هرات اوسپنې پټلۍ ریاست رئیس مفتي محمد نسیم محمدي او د هرات گڼ دولتي چارواکي او د خصوصي سکتور استازي په کې حاضر وو، افتتاح شوې.

T herat


د غونډې پیل د قرآنکریم مبارکو آیتونو باندې وشو او بیا د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت وینا وکړه. ښاغلي شرافت د غونډې گډونوالو ته وویل: دا یوه مهمه اقتصادي پروژه ده او موږ یې چارو ته په ځانگړې توگه متوجې یو او د اسلامي امـارت د رهبري ټینگ ملاتړ له ځان سره لرو.

T herat


د غونډې په دوام د هرات والي شیخ مولانا نوراحمد اسلام جار وینا وکړه او له خپل اړخه یې د دې پروژې لپاره پوره چمتوالی وښود او د دې پروژې په ساتنه یې ټینگار وکړ.

ورپسې د خصوصي سکتور په استازولي د هرات د تجارت او سوداگرۍ خونې رئیس هم وینا وکړه او دا پروژه یې د خصوصي سکتور د تقویې او انکشاف لپاره خورا ارزښت لرونکي وگڼله.

T herat


یاده دې وي چې د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ درییمه ټوټه د غوریان ولسوالۍ له روزنک سټېشن څخه پیل او تر شمتیغ پورې دوام کوي چې اوږدوالی یې ۶۲ کیلومتره دی. چې اوس یې د ریلي او غیر ریلي چارو ترمیمات له یوې شفافې تدارکاتي پروسې وروسته د سندريلا شرکت سره قرارداد او نن یې عملا چارې پیل شوې او تر راتلونکو ۲ میاشتو به یې ټولې چارې پای ته و رسیږي. د چارو تر پای ته رسېدو وروسته به له دې لارې له ایران هېواد سره مخامخ انتقالات پیل او زیات شمېر هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.

د اوسپنې پټلۍ اداره

د نشرآتو آمریت

۳۰/۰۶/۱۴۰۱ هـ.ش.

latest news and reports

Wed, May 31 2023 8:53 AM
Background image

The general director of the Afghanistan railway authority Alhaj mullah bakht urahman sharafat off to turkey on an official invitation!

In this trip, Mr. Sharafat will represent Afghanistan in the biannual meeting of the middle east branch of the international union of railways (UIC), in which participate the high rank. . .

Mon, Apr 10 2023 8:50 AM
Background image

Media Invitation

Kabul- Afghanistan: Kabul based journalists are cordially invited to attend a press conference by the Afghanistan Railway Authority, scheduled to be held at GMIC, today.

Speaker(s): AR. . .

BACK TO NEWS