تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۵۴۰۷) ټنه انتقالات ترسره شوي دي
تېره اوونۍ (د جوزا له ۱۳ تر ۱۹ مې نېټې) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۵۴۰۷) متریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۵۹۲۶) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۵۶۹۲) ټنه او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۲۲۰۷) ټنه واردات چې ټولټال (۵۳۸۲۵) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد شوي دي.
همداراز تېره اوونۍ کې ټولټال (۱۱۵۸۲) ټنه صادرات شوي دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره
د مطبوعاتو آمریت
۲۱/۰۳/۱۴۰۱هـ.ش.