تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۹۰۱۹۴) مټریک ټنه انتقالات شوي دي
تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۲ هـ.ش. کال د حوت مياشتي له ۴مې څخه د حوت تر ۱۰مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۹۰۱۹۴) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۴۳۸۲) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۲۷۰) ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۵۴۲) ټنه انتقالات چې ټولټال (۹۰۱۹۴) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۱۵۶۰) ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې لویه برخه یې کينو، وچه مېوه او د آنارو جوس دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.
د نشراتو آمریت
۱۵ حوت ۱۴۰۲ هـ.ش.
۲۳ شعبان ۱۴۴۵ هـ.ق.