د افغانستان او ترکمنستان مقاماتو د اوسپنې پټلۍ په تړاو خبرې وکړي
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ خپلواکې ادارې عمومې رئیس او د ټولګټو وزارت سرپرست محمدیما شمس، د ترکمنستان هیواد د اوسپنې پټلۍ له رئیس ښاغلي آزاد آتامرادوف سره د ویډیو کنفرانس له لاري د اوسپنې پټلۍ جوړولو، د دواړه هیوادنو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ پراختیا په اړه خبرې وکړي.
دواړو لورو د سوداګریزو اړیکو په پراختیا، ټرانزيټي اسانتیاو رامنځته کول، د اوسپنې پټلۍ پروژو د جوړلو لپاره د همکارۍ او همغږي را منځته کول، دغه راز د افغانستان، ترکمنستان، آزربایجان، ایران، او ترکیه ترمنځ د لاجورد لاري څخه مؤثره ګټه اخیستني په اړه خبري وشوې.
د اوسپنې پټلۍ خپلواکې ادارې عمومي رئیس او د ټولګټو وزارت سرپرست محمدیما شمس، د آًقیني ــ اندخوی ۳۱ کیلومتره پټلۍ پروژي د کار د ګړندي کولو او ژر تر ژره بشپړولو ټینګار وګړ.
د ترکمنستان لوري اعلام وکړ چې د آقیني ــ اندخوی اوسپنې پټلۍ کار له ۵۰ سلنه څخه زیات بشپړ شوی، او ژمنه يې وکړه؛ چې موږ هڅه کوو د یادي پروژي پاته کارونه، د روان میلادي کال تر پایه بشپړ او ګټي اخیستني ته وسپارو.
د غونډي په دوام کې دواړو لورو د تورغونډۍ ــ اندخوی د اوسپنې پټلۍ په اړه خبري وکړي، هوکړه وشوه چې د دواړو لورو ګډ ټیم به د ټولنیزي سروې، اقتصادي، تخنیکي او ډیزان کار وکړي، او دواړه هیوادونه به يې د جوړولو د تمویل لپاره مختلفو ملي او نړیوالو بنسټنو سره خبرو ته حاضریږي.
دغه راز د غونډي په دوام کې، د لاجوردو لارې په اوږدو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګرۍ او ټرانزيټي ننګونو او فرصتونو باندي خبري وشوې، دواړو لوریو يې په ژر تر ژره عملي کیدو ټینګار وکړ. همدارنګه دا لار د اقتصادي ودې او د سیمې د ثبات لپاره حیاتي وګڼل شوه، او داوړو لوریو اعلام وکړ چې له یادې لار څخه د مؤثري ګټي اخیستي په موخه هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
د ناستې په پای کې، د افغانستان او ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ چارواکو د لیږد د حجم د زیاتوالي او د امام نظر ــ آقینه ریل پټلۍ او سرحدآبادــ تورغونډۍ په تمځاینو کې د اړینو امکاناتو او اسانتیاو د برارولو په تړاو خبري وشوې،چې د دواړو لوریو توافق هم ورباندې وکړ.