د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئيس ملا بخت الرحمن شرافت د یوه پلاوي په مشري د پاکستان هېواد د اوسپنې پټلۍ وزارت په رسمي بلنه یاد هېواد ته سفر وکړ!
دغه سفر کې چې د ادارې تخنیکي معاون انجنیر عبدالباري صدیقي او د بهرنیو اړیکو آمر عبدالمالک روحاني د ښاغلي شرافت ملتیا کوي، په نظر کې ده د افغانستان، پاکستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د تخنیکي مطالعاتو د پیلېدو اړوند درې اړخیزې ناستې وشي.
٢٥ سرطان ١٤٠٢ه.ش