د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې نوبتي غونډه ترسره شوه

Kalimullah Sah…
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۲ - ۱۴:۵۳
نوبتي غونډه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې نوبتي غونډه نن چهارشنبه د (قوس پر ۲۲مه) ددې ادارې د سرپرست الحاج ملا بخت الرحمن شرافت په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې ددې ادارې معاونينو، رئيسانو، مشاورينو، مستقلو آمرينو او ټولو ولايتي رئيسانو په آنلاين توګه حضور درلود.

نوبتي غونډه

ناسته چې د قران کریم په مبارکو ايتونو پيل شوه؛ پکې د تيرو پرېکړو په تعقيب، له نایب اباد سټيشن څخه د انتقالاتو په پیل، د اوسپنې پټلۍ د پراختیا په پنځه کلن پلان، د ۱۴۰۳ کال لپاره د عادي او انکشافي بودجې په طرحه، د سټيشنونو په انکشاف او يو لړ نورو مهمو موضوعاتو بحث وشو.

د غونډې په پيل کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست الحاج ملا بخت الرحمن شرافت د اوسپنې پټلۍ په پروژو او ترسره شویو فعالیتونو رڼا واچوله.

هغه وويل: «د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ټولې موخې او پروژې بايد اساسي او بنسټيزې وي، نو ددې لپاره بايد مرکزي اداره او ولايتي څانګې د چارو د ښه تنظيم په موخه يو بل سره پوره همږغي ولري

نوبتي غونډه

ورپسې نوي مالي او اداري معاون سيد محمد نعيم محمدي د غونډې برخه والو ته وينا وکړه.

د غونډې له اجنډا سره سم د اندخوی سټیشن د برق فعالولو، د تورغنډۍ سټیشن او خواف-هرات د ۶۳ کیلومتره خط د لا ښه حفظ مراقبت او شمېر نورو موضوعاتو په اړه مفصل بحثونه وشول او د سټیشنونو د انکشافي پلان او یو لړ نورو موضوعاتو لپاره بېلابېلې کميټې وټاکل شوې.

غونډه د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.

د نشراتو آمریت

۱/جمادالثاني/۱۴۴۵هـ ق

۲۲ قوس ۱۴۰۲ هـ.ش.

وروستي خبرونه او راپورونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

د نایب آباد سټېشن د پراختيا تفاهمنامه لاسليک شوه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د ازبکستان د ريل پټلۍ ادارې او کامګار شرکت سره د ثور په ۲۳مه د حيرتان بندر آړوند د نايب آباد سټېشن د پراختيا او معياري کېدو تفاهمنامه لاسليک کړه.

په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۱۲
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۱۴مې څخه د ثور تر ۲۰مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۶۰۳۹۰). . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۱۲:۴۱
Background image

په حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۵۲۹۴۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د حمل میاشتې له لومړۍ نېټې د همدې میاشتې تر پایه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۵۲۹۴۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۲۶۸۹۳۶) ټنه، د. . .

ټول