د بلخ د اوسپنې پټلۍ رياست د ښکلا په موخه لسګونه زینتي نهالان کښېنول شول

Kalimullah Sah…
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۷ - ۹:۵۷
بلخ خبر

د پسرلي موسم په رارسيدو سره د بلخ ولايت د اوسپنې پټلۍ رياست د ودانۍ دننه د چاپيريال د ښکلا او سرسبزۍ په موخه لسګونه زينتي نهالان کښېنول شول.

ددې ترڅنګ د ياد رياست د ودانۍ دننه د ښکلا او سمسورتيا په موخه د سرسبزۍ اړوند ګڼ شمېر نورې اړینې چارې هم ترسره شوې.

د بلخ اوسپنې پټلۍ رياست په پام کې لري، چې د پسرلي موسم په راتګ سره په راتلونکو ورځو کې د ياد رياست مربوط د حيرتان بندر په يو شمېر سټيشنونو کې هم ګڼ شمېر نور زينتي نهالان او ونې کښېنوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د کندهار د اوسپنې پټلۍ آمریت لخوا د ودانۍ دننه د سرسبزۍ په موخه لسګونه بتې زينتي نهالان ايښودل شوي وو.

وروستي خبرونه او راپورونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۹:۲۷
Background image

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې نوبتي غونډه دايره شوه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې دوه ورځنۍ نوبتي غونډه د ثور په ۵مه او ۸مه د ادارې د عمومي رئيس الحاج ملا بخت الرحمن شرافت په مشرۍ ترسره شوه.

غونډه چې د قران الکريم په مبارکو ايتونو پيل. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۶:۳۰
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۲۸۱۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د حمل مياشتي له ۳۱مې څخه د ثور تر ۶مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۲۸۱۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۸۲. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۳:۴۲
Background image

د فارياب د اوسپنې پټلۍ رئيس د اړوند ارګانونو له ځايي مسوولينو سره وکتل

د فارياب د اوسپنې پټلۍ رئيس ښاغلي عبدالنصير شيخ زاده او اړوند ارګانونو د ځايي مسوولينو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

ياده ناسته چې د ثور په ۶مه په آقينې بندر کې ترسره شوه، پکې ددغه. . .

ټول