د خواف- هرات او حیرتان- مزارشریف اوسپنې پټلیو نه په ګټې اخیتسنې سره، افغانستان له سیمه ییزه بازارونو سره وصل شو
کابل افغانستان: د اوسپنې پټلۍ له لارې د سیمه ییز اتصال په موخه د لیکو پراختیا، د اوسپنې پټلیو نه ګټه اخیستل او د هغو ساتنه، د اوسپنې پټلۍ قانون طرحه او د اړتیا وړ څارنیز چوکاټ جوړول چې پالېسۍ پکې شاملې دي، د ظرفیت جوړونې پلان طرحه او مدیریت، داوسپنې نړیوالو لیکو اتحادیو غړیتوب ترلاسه کول او د اوسپنې پټلۍ د معیارونو پراختیا، د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې له اصلي موخو او مسوولیتونو څخه دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس، یما شمس، چې د جمهوري ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې- د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یې ملت ته د دولت حساب ورکولو برنامه کې په ۱۳۹۹ مالي کې د خپلې ادارې د کړنو اولاسته راوړنو راپور ورکاوه، وویل یادې ادارې په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۱۰۳۴۵۴۴۱۴ افغانۍ عادي او ۳۹۸۳۵۰۰۰۰۰ افغانۍ پراختیایي بودجه لرله چې له دې جملې څخه یې ۷۲ سلنه عادي او ۷۸ سلنه پراختیایي بودجه، مصرف کړې ده.
ښاغلي شمس د ظرفیت جوړونې پلان طرحه او مدیریت، د اوسپنې پټلۍ معیارونو پراختیا، د اوسپنې له پټلیو ګټه اخیستنه او د هغو ساتنه، د اوسپنې لیکو پروژو مطالعات، طرحه او ډیزاین، د خواف- هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې د دویم فاز پروژې د ډیزاین بشپړېدل، د اندخوی سټېشن جوړولو او ډیزاین پروژې بشپړېدل، د اقینې- اندخوی اوسپنې پټلۍ د جوړښت ډیزاین د جزییاتو پروژې بشپړېدل، په ۱۳۹۹ مالي کال کې د اوسپنې پټلۍ ادارې د اساسي لاسته راوړنو په توګه یاد کړل.
د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس ټینګار وکړ چې له حیرتانو څخه تر مزارشریف پورې د اوسپنې پټلۍ د عملیاتي مصارفو او ملحقاتو ساتنه او څارنه، ګټه اخیستنه، د حیرتانو- مزارشریف اوسپنې پټلۍ ساتنه او څارنه، د خواف- هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې د دویم فاز د ډیزاین جزییات، د اندخوی سټېشن د جوړښت ډیزاین، د اقینې- اندخوی د اوسپنې پټلۍ جوړښت د ډیزاین جزییات او د ۴۰۰ کیلوولټه امپیر په ظرفیت د برېښنا ټرانسفرمر د یوه سټېشن لګول، هغه پروژې دي چې په ۱۳۹۹ مالي کال کې په بشپړه توګه تطبیق شوي دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس وویل چې د اوسپنې پټلۍ له لارې سیمه ییزه او نړیوالو بازارونو ته د ملي سوداګرو لاسرسی، خوندي سوداګرۍ او ټرانزیټ ته د زمینې برابرول، د اوسپنې پټلۍ له لارې د افغانستان د سوداګریزو توکو د صادراتو کچې زیاتول، د اسانتیاوو برابرول، د اوسپنې پټلۍ مسیرونو کې د ریلي خدمتونو وړاندې کول، کورنیو بازارونو کې د وارداتي توکو د نرخ کمول، د کار پنځونې کچې زیاتول او پانګونې را جلبول، په ۱۳۹۹ مالي کال کې د دې ادارې موخې وې چې په عملي کېدو سره یې د خلکو په اقتصادي او ټولنیز ژوند کې ښه والی راغلی او د حکومت عواید لوړ شوي دي.
ښاغلي شمس، د دوامداره اقتصاد پیاوړتیا په موخه، د داخلي او نړیوال لېږد رالېږد لپاره د ریلي لیکو جوړول، د اوسپنې پټلۍ خدمتونو برخه کې د دولتي بنسټونو او نړیوالو سازمانونو ګډون او د همغږۍ راجلبول، د اوسپنې پټلۍ شبکې د ټولو ساختماني، ګټې اخیستنې، ساتنې او څارنې چارو مخته وړل، د اوسپنې پټلۍ تشکیلاتي جوړښت طرحه او د اوسپنې پټلۍ د معیارونو پراختیا، په ۱۴۰۰ کال کې د اوسپنې پټلۍ ادارې د برنامو په توګه یاد کړل.
یادونه: په ۱۳۹۹ مالي کال کې د اوسپنې پټلۍ ادارې د کړنو بشپړ راپور د مرکز له وېب سایټ څخه هم ترلاسه کولی شئ.