لویه لاسته راوړنه؛ د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د عوایدو ټولولو پروسه افغاني شوه
د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې په دوامداره هڅو او زیار پرون د بلخ اوسپنې پټلۍ ریاست د حیرتان ـ مزارشریف اوسپنې پټلۍ د انتقالاتو له درکه د عوایدو ټولول پیل کړل. په همدې مناسبت پرون د بلخ ریاست کې د دې ریاست رئیس دوکتور مولوي ضیاءالرحمن ثاني، د حیرتان ښارگوټي د استراس او گمرک مسؤلینو، د بلخ محلي چارواکو او ازبک استازو په گډون ناسته وشوه او دغه پروسه د شاندارو مراسمو په ترڅ کې پیل شوه. دغه پټلۍ چې په ۲۰۱۲ کال کې گټه اخیستنې ته سپارل شوې ده، د سودیگانا ترانس ازبکي کمپنۍ له لوري یې عواید ټولېدل او بیا دولت ته سپارل کېدل.
له نن ورځې وروسته به یاد عواید د بلخ اوسپنې پټلۍ ریاست له لوري په مستقیمه توگه د افغانستان بانک له لوري په پوره شفافیت د اسلامي امارت بیت المال ته سپارل کیږي.
له نن ورځې وروسته به یاد عواید د بلخ اوسپنې پټلۍ ریاست له لوري په مستقیمه توگه د افغانستان بانک له لوري په پوره شفافیت د اسلامي امارت بیت المال ته سپارل کیږي.
د بلخ ریاست له لوري د عوایدو ټولول افغاني کدرونو ته د کاري فرصتونو ته د برابرولو ترڅنگ، سوداگرو ته هم اسانتیاوې راولي. همداراز موږ ته د اقتصادي پرمختگ او ځان بسیاینې زیری را کوي او موږ ته اقتصادي استقلال راکوي.
اوسپنې پټلۍ اداره پوره کوښښ کوي او تعهد لري چې د اوسپنې پټلۍ ټولې چاري افغاني کړي، څو هېوادوالو په ځانگړې توگه افغاني کدرونو ته کاري فرصتونه برابر شي.
د حیرتان ـ مزارشریف پټلۍ ۱۰۶ کیلومتره اوږدوالی لري چې هېواد له ازبکستان سره وصلوي. له یادې پټلۍ په کلني ډول ۳ میلیون ټنه انتقالات کیږي چې له درکه یې ۳۰ میلیونه امریکایي ډالر د اسلامي امارت بیت المال ته ټولیږي.
۳۰/۰۴/۱۴۰۱هـ.ش.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره
د نشرآتو امریت