په دلو میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۸۱۴۶۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي
د ۱۴۰۲ د دلو میاشتې له لومړۍ نېټې د همدې میاشتې تر پایه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۸۱۴۶۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۱۲۰۵۳) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۱۸۲۱) ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۷۵۹۵) ټنه انتقالات چې ټولټال (۳۸۱۴۶۹) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات او ټرانزیټ دي، په دلو میاشت کې له هېواد څخه (۳۲۱۶) متریک ټنه صادرات او ټرانزیټ شوي چې د صادراتو لویه برخه وچه مېوه او د آنارو جوس دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.
د نشراتو آمریت
۳ دلو ۱۴۰۲ هـ.ش.