تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۷۴۲۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي!
تېره اوونۍ کې (د سرطان له ۲۳ تر ۲۹ مې) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۷۴۲۲) متریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۵۸۳۸) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۲۷۶۲) ټنه او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۸۲۲) ټنه انتقالات چې ټولټال (۶۷۴۲۲) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۱۹۳۳) ټنه صادرات شوی چې لویه برخه یې د انارو جوس دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.
د نشراتو آمریت
۳۱ سرطان ۱۴۰۲ هـ.ش.