د تورغونډۍ-هرات اوسپنې پټلۍ مسير د پاک کارۍ چارې ترسره شوې
د هرات ولايت د اوسپنې پټلۍ رياست د حفظ او مراقبت ټيم په هڅو د تورغونډۍ-هرات د اوسپنې پټلۍ مسير د ۱۳.۵ کيلومتره په امتداد د پاک کارۍ چارې ترسره شوې.
په پاک کارۍ کې ددغه مسير په ۱۳.۵ کيلومتره اوږدو کې موجود سټيشن او د ليول کراسينګ برخې هم شاملې دي.
د هرات د اوسپنې پټلۍ رياست د حفظ او مراقبت ټيم په پام کې لري، چې شنبه د حوت په ۱۲ به ددې مسير تر روزنک سټيشن پورې د واورې د ډېرښت له امله د ریلي شاول په مټ د پاک کارۍ چارې هم پيل کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روانې حوت مياشتي له ۷مې نېټې څخه د دوامداره واورې د اورښت او د باد د سرعت له امله ددې مسير د حفظ او مراقبت، ټرانسپورټ او د تخليې او بارګيرۍ چارې له ځنډ او خنډ سره مخ شوي دي.