د آقینې – اندخوی د اوسپنې پټلۍ پرانستلو او ګټې خیستنې ته چمتو ده

Sayed Zaher Mo…
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۴ - ۹:۵۰
ARA

د آقینې - اندخوی اوسپنې پټلۍ پروژې د جوړولو چارې بشپړې شوي او ټاکل شوي چې په نږدې ورځو کې د افغانستان او ترکمنستان دولتونو د لوړ پوړو چارواکو لخوا پرانیستل او به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د آقینې اندخوی اوسپنې پټلۍ ۳۰ کیلومتره اوږدوالی لري په یاده پروژه کې یو د اوسپنې پټلۍ تمځای، نښلونکی سړک، د تخلیي او بارولو ځای، د باربري موټرونو تمځای او د احاطې دیوال په کې شامل دي.

په یاده پروژه له ۳۰ میلیونه ډالرو څخه ډېر لګښت راغلی چې ټول مالي لګښت یې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له پراختیایي بودیجې څخه تمویل شوی.

دې پروژې د جوړولو تړون یو کال مخکی د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې او د ترکمنستان د صنایعو او اړیکو وزارت ترمنځ لاسلیک شوی وه.

د آقینې اندخوی اوسپنې پټلۍ جوړول د هېواد د داخلي اوسپنې پټلۍ شبکې د رامنځته کولو په موخه یو مهم ګام دی او د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې چې له ترکمنستان سره او بیا سیمه ییز اوسپنې پټلۍ شبکې سره نښلوي.

 د آقینې اوسپنې پټلۍ تمځای په اساسې ډول بیارغول شوی او دا مهال هره ورځ سلګونو ټنه سوداګریز توکو تخلیه او باریږي.

د یادونې وړ ده چې د آقینې اوسپنې پټلۍ په تمځایو کې ۱۰ کیلومتره پراختیایي اوسپنې پټلۍ هم احداث شوی او دا مهال ګتې اخیستنې ته سپارل شوي.

وروستي خبرونه او راپورونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۵۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۲۱مې څخه د ثور تر ۲۷مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۵۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۴۸۹۲۱). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

د نایب آباد سټېشن د پراختيا تفاهمنامه لاسليک شوه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د ازبکستان د ريل پټلۍ ادارې او کامګار شرکت سره د ثور په ۲۳مه د حيرتان بندر آړوند د نايب آباد سټېشن د پراختيا او معياري کېدو تفاهمنامه لاسليک کړه.

په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۱۲
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۱۴مې څخه د ثور تر ۲۰مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۶۰۳۹۰). . .

ټول