د خواف -هرات د اوسپني پټلۍ د څلورمې برخې لومړي فاز پروژې کار ۲۰ سلنه پرمخ تللی

Sayed Zaher Mo…
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۰ - ۹:۲۱
ARA

د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې مالي او اداري مرستیال میرویس میرزکوال د قزاقستاني شرکت INKON KZ له مشر ښاغلي تیمور ممیربکوف سره په لیدنه کې د هرات خواف اوسپني پټلۍ کرښې د درېیمې برخې لومړي فاز پروژې د پلي کېدو په تړاو خبرې وکړې.

د اوسپني پټلۍ ادارې مالي او اداري مرستیال د یادې پروژې پر سم او پروخت پلي کېدو ټینګار کړی او له یاد شرکت څخه يې وغوښتل څو د پروژې د جوړېدو په برخه کې له کورني کاري ځواک او د افغانستان له کورنيو تولید شویو موادو څخه ګټه پورته شي.

وروسته ښاغلي ممیر بکوف ددې پروژې د ۲۰ سلنه کاري پرمختګ په اړه یادونه کړې او ژمنه يې وکړه چې د یادې پروژې کار د تړون له مخې ترسره کېږي.

د یادونې وړ ده چې د خواف هرات اوسپني پټلۍ د څلورمې برخې لومړي فاز د ۳۳ کیلومتر ودانۍ تړون له قزاقستاني شرکت INKON KZ سره لاسلیک شوی او ټاکل شوې د ۱۴۰۰ کال په ترڅ کې بشپړ شي.

وروستي خبرونه او راپورونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۵۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۲۱مې څخه د ثور تر ۲۷مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۵۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۴۸۹۲۱). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

د نایب آباد سټېشن د پراختيا تفاهمنامه لاسليک شوه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د ازبکستان د ريل پټلۍ ادارې او کامګار شرکت سره د ثور په ۲۳مه د حيرتان بندر آړوند د نايب آباد سټېشن د پراختيا او معياري کېدو تفاهمنامه لاسليک کړه.

په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۱۲
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۱۴مې څخه د ثور تر ۲۰مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۶۰۳۹۰). . .

ټول