افغانستان اوسپنې پټلۍ رییس له مالیې وزارت سرپرست سره ولیدل
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ عمومی رییس، ښاغلی محمدیما شمس د مالیې وزارت سرپرست ښاغلی محمد خالد پاینده سره د د چهارشنبې په ورځ (د وري ۱۸ مه ۱۴۰۰) د مالیې په وزارت کې ولید او دځینې مهمو موضوعات په اړه خبرې وشوې.
په دې لیدنه کې چې د دې ادارې مالی او اداری مرستیال، میرویس میرزکوال او عملیاتي مرستیال انجنیر میرویس غفوری هم حضور درلود، دواړو لورو د هرات ولایت روزنک ګمرک د فعالیتونو په پراخېدو، ملي سوداګرو ته د غوره خدمتونو په وړاندي کولو، د اوسپنې پټلۍ له لارې د توکو او مالونو په لېږدولو په اړه خبرې وکړه.
همداراز، طرفینو د سوداګریزو بارنامو په موخه له اسیکوډا سیستم څخه د اوسپنې پټلۍ ادارې ګټې اخیستنې، د اقینې په بندر کې د ګمرکي خدمتونو وړاندي کولو لپاره د اوسپنې له کرښې ګټې اخیستنې او نورو ورته مسایلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.