تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۹۸۳۴) مټریک ټنه انتقالات شوي دي
تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۲ هـ.ش. د جدي له ۲۹مې څخه د دلوې تر ۵مې) پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۹۸۳۴) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۹۰۶۸) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۲۶۵۳) ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۱۱۳) ټنه انتقالات چې ټولټال (۷۹۸۳۴) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۸۱۱) ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې د آنارو جوس دی.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.
د نشراتو آمریت
۷ دلو ۱۴۰۲ هـ.ش.
۱۵ رجب المرجب ۱۴۴۵ هـ.ق