تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۷۲۶۶) مټریک ټنه انتقالات شوي دي
تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۲ هـ.ش. د جدي له ۲۲ مې څخه د جدي تر ۲۸مې) پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۷۲۶۶) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۴۵۶) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۲۱۹۸) ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۴۶۱۲) ټنه انتقالات چې ټولټال (۸۷۲۶۶) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزیټ او صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۱۰۳۹) ټنه ټرانزیټ او صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه، وريجې او کینو دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره
د نشراتو آمریت
۳۰ جدي ۱۴۰۲ هـ.ش.
۸ رجب المرجب ۱۴۴۵ هـ.ق