د استراخان فورم په څنډه کې:
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت په مشري افغان هیئت د استراخان فورم د ترتیب کوونکې ادارې «نارت - سوت کلب» مشر ښاغلي دیمیتري ریووک سره وکتل.
دغه لیدنه کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ پروژو په ځانګړي ډول افغان ټرانس کې په پانګونه مفصل بحثونه وشول.
ښاغلي شرافت دغه ناسته کې وویل: دا چې افغانستان کې فوق العاده ښه امنیت او شفافیت رامنځ ته شوی دی، باید له دې فرصت څخه د افغان ټرانس پروژې په عملي کولو کې اعظمي ګټه واخیستل شي.
ورته وخت کې ښاغلي دیمیتري ریووک څرګنده کړه چې روسیه هېواد د افغان ټرانس پروژې له بنسټ اېښودونکو څخه ده او دا پروژه دوی ته ځانګړی ارزښت لري.
همدارنګه نوموړي یادونه وکړه چې د افغان ټرانس اړوند راتلونکې ناسته چې تاشکند کې جوړیږي، ګډون کوي.
۳ عقرب ۱۴۰۲ هـ.ش.