د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې تاریخچه

اداره خط آهن افغانستان


د تېرې ادارې د جمهوري ریاست د ۲۲ شمېرې او ۲۸/۰۲/۱۳۹۹ ه.ش. نېټې فرمان په اساس د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره له ترانسپورت وزارت څخه بېله او یوه مستقله بودجودي اداره وبلل شوه.

د کابل تر فتحې وروسته د اسلامي امارت د رهبري له لزوم دید سره سم د اوسپنې پټلۍ ادارې ته د فواید عامې وزارت تر اثر لاندې د فعالیت اجازه ورکړل شوه، تر څه مودې فعالیت وروسته د اوسپنې پټلۍ ادارې لپاره نوي رهبري وټاکل شوه او یو ځل بیا مستقله بودجودي اداره وبلل شوه او اوس دغه اداره په مستقله توګه د امارتي ادارو په ډله کې فعالیت کوي.