د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې تخنیکي معاون د ازبکستان اوسپنې پټلۍ له لومړي معاون سره وکتل!
نن یکشنبه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې تخنیکي معاون انجنیر عبدالباري صدیقي او مل هیئت د ارګ چهارچنار ماڼۍ کې د ازبکستان د هیئت په ترکیب کې راغلي د یاد هېواد د اوسپنې پټلۍ لومړي معاون محترم حکمت الله رحمتوف سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ په ریلي موضوعاتو مفصل بحثونه وشول.
دغه لیدنه کې ښاغلي صدیقي وویل: خصوصي سکټور او سوداګر تل غوښتنه کوي چې ازبکستان هېواد دې پر ټرانزېټي توکو تعرفه کمه کړي، څو د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو کچه لوړه شي.
د دغې ناستې په دوام ښاغلي رحمتوف په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ د ډاډ ترڅنګ، وویل: له افغانستان سره ځانګړې مینه لرم، دلته مې ډیر وخت تېر کړی دی او هڅه کوم خپل حکومت ته قناعت ورکړم څو له افغانستان سره تعرفو کې ځانګړی تخفیف راولي.
همدارنګه دغه ناسته کې د افغان ټرانس پروژې اړوند هم بحثونه وشول.
یاده دې وي چې د ازبکستان د ولسمشر د معاون محترم جمشید خوجه ییوف په مشري د ازبکستاني ادارو یو هیئت کابل ته راغلی او د یاد هیئت غړو له اړوند افغان ادارو سره تخنیکي ناستې ترسره کړې.
۷ عقرب ۱۴۰۲ هـ.ش.