د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رئیس سره وکتل!

Kalimullah Sah…
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۸ - ۸:۴۸
سفر ازبکستان

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رئیس ښاغلي نرزلوف زفر غیاسویچ سره د بلخ ولایت په حیرتان بندر اوسپنې پټلۍ سټېشن کې وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ په ریلي موضوعاتو بحث وشو.

سفر ازبکستان

دغه لیدنه کې ښاغلي شرافت خپل ازبکستاني سیال ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، وویل: دا چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره غواړي د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ هغه برخې چې زیانمنې شوي دي، ورغوي؛ په همدې موخه دغه اداره د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ته بلنه ورکوي چې یاد ترمیمات په تر ټولو کم وخت او لږ قیمت سره ترسره کړي.

سفر ازبکستان

ورته وخت کې ښاغلي غیاسویچ حیرتان بندر ته په راتګ خوښي وښوده او څرګنده یې کړه چې دوی چمتو دي د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ ترمیمات په ښه کیفیت او لنډ وخت کې په مناسب قیمت سره ترسره کړي. ښاغلي غیاسویچ وویل: د ازبکستان هېواد د ولسمشر په ځانګړي هدایت د ښه ګاونډي توب په پام کې نیولو سره په یادو ترمیماتو کې له افغان اړخ سره ۵۰ سلنه تخفیف کوو.

سفر ازبکستان

همدارنګه دغه ناسته کې پرېکړه وشوه چې دواړه لوري به هڅه کوي په تر ټولو کم وخت کې د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د ترمیماتو چارې ترسره کړي، څو یې له امله د ریل ګاډي پر مټ سوداګریز توکي تر مزارشریف ښار پورې انتقال شي.

یاده دې وي چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره په نظر کې لري د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ ځینې برخې چې د وروستیو تحولاتو پرمهال زیانمنې شوي دي، بېرته ورغوي. چې تر رغېدو وروسته به د سوداګریزو توکو انتقالات تر مزارشریف ښار پورې کیږي، چې له امله به د انتقالاتو کچه ډیره او سوداګرو ته به یو نوی سهولت برابر شي.

۱۷ عقرب ۱۴۰۲ هـ.ش.

وروستي خبرونه او راپورونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۵۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۲۱مې څخه د ثور تر ۲۷مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۵۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۴۸۹۲۱). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

د نایب آباد سټېشن د پراختيا تفاهمنامه لاسليک شوه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د ازبکستان د ريل پټلۍ ادارې او کامګار شرکت سره د ثور په ۲۳مه د حيرتان بندر آړوند د نايب آباد سټېشن د پراختيا او معياري کېدو تفاهمنامه لاسليک کړه.

په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۱۲
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۱۴مې څخه د ثور تر ۲۰مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۶۰۳۹۰). . .

ټول