د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت او مل هیئت د خراسان رضوي (مشهد) د اوسپنې پټلۍ ریاست له رئیس ښاغلي نصیري سره وکتل!
دغه لیدنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د ریلي همکاریو پراختیا او د خواف ـ هرات اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالاتو چټکتیا اړوند بحث ترڅنګ، د مشهد د مسافر وړلو ریلي ستیشن بېلابېلې برخې هم ولیدل شوې او په اړه یې افغان هیئت ته اړین معلومات ورکړل شول.
۱۱ وږی ۱۴۰۲هـ.ش.