د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې نوبتي غونډه ترسره شوه
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې نوبتي غونډه نن چهارشنبه د (قوس پر ۲۲مه) ددې ادارې د سرپرست الحاج ملا بخت الرحمن شرافت په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې ددې ادارې معاونينو، رئيسانو، مشاورينو، مستقلو آمرينو او ټولو ولايتي رئيسانو په آنلاين توګه حضور درلود.
ناسته چې د قران کریم په مبارکو ايتونو پيل شوه؛ پکې د تيرو پرېکړو په تعقيب، له نایب اباد سټيشن څخه د انتقالاتو په پیل، د اوسپنې پټلۍ د پراختیا په پنځه کلن پلان، د ۱۴۰۳ کال لپاره د عادي او انکشافي بودجې په طرحه، د سټيشنونو په انکشاف او يو لړ نورو مهمو موضوعاتو بحث وشو.
د غونډې په پيل کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست الحاج ملا بخت الرحمن شرافت د اوسپنې پټلۍ په پروژو او ترسره شویو فعالیتونو رڼا واچوله.
هغه وويل: «د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ټولې موخې او پروژې بايد اساسي او بنسټيزې وي، نو ددې لپاره بايد مرکزي اداره او ولايتي څانګې د چارو د ښه تنظيم په موخه يو بل سره پوره همږغي ولري.»
ورپسې نوي مالي او اداري معاون سيد محمد نعيم محمدي د غونډې برخه والو ته وينا وکړه.
د غونډې له اجنډا سره سم د اندخوی سټیشن د برق فعالولو، د تورغنډۍ سټیشن او خواف-هرات د ۶۳ کیلومتره خط د لا ښه حفظ مراقبت او شمېر نورو موضوعاتو په اړه مفصل بحثونه وشول او د سټیشنونو د انکشافي پلان او یو لړ نورو موضوعاتو لپاره بېلابېلې کميټې وټاکل شوې.
غونډه د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.
د نشراتو آمریت
۱/جمادالثاني/۱۴۴۵هـ ق
۲۲ قوس ۱۴۰۲ هـ.ش.