د اوسپنې پټلۍ له لارې د لېږد بهېر
د حیرتان- مزارشریف، أقینې او تورغونډۍ اوسپني پټلۍ له لارې د ۱۳۹۹ کال د تلې په میاشت کې، ٥ زرو ٨٩ د واګونونو پرواسطه سوداګریز توکي هېواد ته وارد شوي دي.
په دې شمېر واګونونو کې د ۳۰۰ زرو زیات ټنه خوراکي، نفتي، ودانیز او نور اساسی توکي ليږدول شوي دي.
د افغانستان اوسپنې پټلۍ خپلواکې ادارې تل هڅه کړې، چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د لېږد بهېر په منظم ډول تر سره شي، چې له یوې خوا به د سوداګرو غوښتنو ته ځواب ورکړل شي او له بلې خوا په بازارونو کې د اساسي توکو کمښت رامنځ ته نشي.
اوس مهال افغانستان د آقېنې، تورغونډۍ او حیرتان- مزارشریف اوسپنې پټلۍ له لارې د ترکمنستان، اوزبیکستان، قزاقستان، چین، آذربایجان او روسیی هېوادونو سره نښلول شوي دي.