د مرکزي آسيا د اقتصادي او سيمه ئيزو همکاريو سازمان (CAREC) د اوسپنې پټلۍ د تخنيکي ډلې د څلورمې غونډې جوړېدل

Sayed Zaher Mo…
یکشنبه ۱۳۹۸/۲/۱۵ - ۱۴:۵۴
CAREC

د اوسپنې پټلۍ د تخنيکي ډلې څلورمه غونډه؛ د مرکزي آسيا د اقتصادي او سيمه ئيزو همکاريو سازمان د غړو هېوادونو د اوسپنې پټلۍ ادارو د لوړ رتبه پلاوو او همدارنګه د نړيوالو بنسټونو لکه نړيوال بانک(WB) ، آسيايي پراختيايي بانک(ADB) ، د اوسپنې پټلیو نړيوالې ټولنې (UIC)، د آسيا د زيربناوو د پانګونې بانک (AIIB) او نورو  استازو په ګډون د ۱۳۹۸ کال د غوايي په ۲-۴ نېټه د ازبکستان د تاشکند په ښار کې ترسره شوه.

همدارنګه په نوموړې غونډه کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې لوړ رتبه پلاوي ګډون درلود، چې د جوړېدو موخه يې د تخنيکي همکاريو (TA) د نوې پروژې په عملي کولو سره تر ۲۰۲۰ کال پورې د CAREC د ريلي لېږد را لېږد د پراختيا ستراتيژي په اړه بحث کول وو ترڅو له ۲۰۱۷ کال څخه تر ۲۰۳۰ پورې د ريلي لېږد را لېږد د پراختيا ستراتيژۍ ته چې مخکې چمتو شوې وه د تطبيق زمينه برابره کړي.

د غونډې په بهير کې پريکړه وشوه چې د CAREC غړو هېوادونو د اوسپنې پټليو ادارې به په رسمي توګه خپل فوکل پاينټونه د آسيايي پراختيايي بانک ته ورپېژني ترڅو د اوسپنې پټلۍ د هغو متخصصينو سره اړين معلومات شريک کړي چې په پام کې ده د آسيايي پراختيايي بانک لخوا د تخنيکي همکاريو د پروژې د عملي کولو لپاره وګمارل شي.

وروستي خبرونه او راپورونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۳:۰
Background image

تېرو دوو اونیو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۱۴۹۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېرو دوو اونیو کې دحمل له ۱۰څخه دحمل تر ۲۳ مې) پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۱۴۹۵متریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۱۳۲۷۱ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۸ - ۱۲:۱۴
Background image

د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث مولوي هبة الله اخند زاده صاحب حفظه الله تعالی د مبارکۍ پیغام!

بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره ونتوب إليه ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا من يهده الله فلا مضل له ومن يضلل فلا هادي له وأشهد أن لا إله إلا الله. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۳ - ۱۴:۱۳
Background image

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رهبرۍ او مل پلاوي د ازبکستان د ریل پټلۍ ادارې له معاون او مل پلاوي سره وکتل

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رهبرۍ او مل پلاوي د ازبکستان هيواد د ریل پټلۍ ادارې له مرستيال او مل پلاوي سره د دوه اړخيزو ریلي همکاريو د پراختيا په تړاو خبرې وکړې.

په ليدنه کې د. . .

ټول