د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د سرپرست د مبارکۍ پیغام

Sayed Zaher Mo…
عید قربان

په لومړي سر کې امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة. الله آخندزاده حفظه الله، رئیس الوزراء ملا محمد. حسن اخند، د هغه مرستیالانو، د کابینې محترمو غړو، علماء کرامو، مجا.هدینو، قومي مخورو، کدرونو، خویندو او ځوانانو ته د لوی اختر په مناسبت د زړه له تله مبارکي وایم.

الله تعالی دې د ټولو مسلمانانو حج، قرباني، صدقات او عبادات قبول کړي. ډیر د شکر ځای دی چې هېواد کې سوله، ورورولي او دوستي ورځ تر بلې قوي کیږي.

د افغانستان د اوسپنې ادارې رهبري او ټول پرسونل زیار باسي ترڅو د اوسپنې پټلیو له لارې ګرانو هېوادوالو ته د لیږد را لیږد او ترانسپورت لا ډیر سهولتونه چمتو کړي، ترڅو هېوادوالو ته هوساینه ورپه برخه او په اقتصاد کې یې مثبت بدلونونه رامنځ ته شي.

الله تعالی دې د ټولو مسلمانانو اختر بختور کړي. ژوند مو خوښ او الله دې له ټولو راضي شي.

په درنښت

ملا بخت الرحمن شرافت

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست رئیس

وروستي خبرتیاوې

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۶ - ۱۴:۵۷
Background image

خبرتیا!

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره ټولو ساختماني، لوژستیکي او خدماتي شرکتونو ته په خورا درنښت خبر ورکوي، چې خپل شرکتونه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سره ثبت او راجستر کړي، ترڅو په . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۶ - ۱۵:۴۵
Background image

د لیلام د داوطلبۍ د بلنې خبرتیا!

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ۴۹  ډوله داغمه جاتو د لیلامولو اعلان

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره د مالیې محترم وزارت له منظورۍ څخه وروسته غواړي ۴۹ ډوله داغمه جات  د ۲۵/۰۵/۱۴۰۲ مې . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۲ - ۹:۳۳
Background image

د تړون د اعطاء د پریکړې خبرتیا!

پدې توګه د تدارکاتو د قانون درې څلويښتمي مادې(2) فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره په پام کې لري تر څو د "  ۱۴۰۲ مالي کال لپاره د اړتیا وړ مطبوع او . . .

Back to announcements