د اوسپنې پټلۍ د پراختیا لپاره د ژمنو او هڅو دوام

Sayed Zaher Mo…
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۷ - ۱۰:۳۴
عید

د افغانستان اوسپنې پټلۍ مالي او اداري مرستیال، میرویس میرزکوال د دې ادارې له یو شمېر کارکونکو سره ولیدل، او د کوچنۍ اختر در مبارکې ترڅنګ یې دوی ته د ملي او کاري مسوولیتونو په ترسره کولو کې د بریا هیله وکړه.

ښاغلي میرزکوال زیاته کړه چې د افغانستان د اسلامي جمهوری دولت له لیدلوري سره سم، د اوسپنې پټلۍ په سکتور کې د اصلاحاتو نوی پړاو د پلي کيدو په حال کې ده، هغه همداراز زیاته کړه چې اړتیا ده د ادارې د ټولو څانګو کارکونکې په پوره ژمنتیا او مسوولیت سره کار وکړي.

 هغه، تر دې دمه د اوسپنې پټلۍ په سکتور کې د ترسره شويو کارونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې د ننګونو حلول، د ادارې کارمندانو د امتیازاتو طرزالعمل پلي کول، د تخنیکي، عملیاتي او د عوایدو زیاتیدو لپاره زموږ هڅې دوام لري.

وروستي خبرونه او راپورونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۵۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۲۱مې څخه د ثور تر ۲۷مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۵۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۴۸۹۲۱). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

د نایب آباد سټېشن د پراختيا تفاهمنامه لاسليک شوه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د ازبکستان د ريل پټلۍ ادارې او کامګار شرکت سره د ثور په ۲۳مه د حيرتان بندر آړوند د نايب آباد سټېشن د پراختيا او معياري کېدو تفاهمنامه لاسليک کړه.

په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۱۲
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۱۴مې څخه د ثور تر ۲۰مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۶۰۳۹۰). . .

ټول