په قوس میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۶۵۱۲۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي
د ۱۴۰۲ قوس میاشتې له لومړۍ نېټې د همدې میاشتې تر پایه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۶۵۱۲۰) متریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۲۵۸۹۷۵) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۲۲۴۶۷) ټنه، د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۶۰۶) او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۰۰۷۲) ټنه انتقالات چې ټولټال (۳۶۵۱۲۰) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات او ټرانزیټ دي، په قوس میاشت کې له هېواد څخه (۲۷۲۶) متریک ټنه صادرات او ټرانزیټ شوي چې د صادراتو لویه برخه وچه مېوه او د آنارو جوس دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره
د نشراتو آمریت
۹ جدی ۱۴۰۲ هـ.ش.
۱۷ جمادى الثانی ۱۴۴۵ هـ.ق