د اوسپني پټلۍ په سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو کې د افغانستان غړیتوب
د لویو سیمه ییزو او نړیوالو اوسپني پټلۍ سازمانونو کې د غړیتوب ترلاسه کول، افغانستان لپاره لاره هواره کړې چې خپلې سوداګریزې مالونه د اوسپنې پټلۍ له لارې ۵۰ غړو هېوادونو ته ولیږدوي او د دې سازمانونو تخنیکی او حقوقي اسانتیاو څخه ګټه واخلي.
اوس مهال افغانستان د مزارشریف – حیرتان، تورغندۍ او آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې د سیمې یو شمېر هېوادنو سره له دې ډلي څخه اوزبیکستان، ترکمنستان، قزاقیستان، چین، اوکراین او روسیه هیوادونو سره نښلول شوي.
د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ د پرانستلو سره، چې ډېر ژر به ګتې اخیستنې ته وسپارل شي، افغانستان به د ایران، ترکیې او اورپایې هېوادنو څخه د اوبو بندرونو او اوسپنې پټلۍ شبکو سره وصل شي.