د مشرانوجرگې د نړۍوالو چارې کمیسیون ته د اوسپنې پټلۍ په اړه توضیحات ورکړل شو

Sayed Zaher Mo…
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۵ - ۸:۵۱
ARA

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عملیاتي مرستیال انجنیر میرویس غفوري د مشرانوجرګې د نړۍوالو چارې کمیسیون کې ګډون وکړ او د اوسپنې پټلۍ په اړوند موضوعاتو د دې کمیسیون غړیو پوښتنې ته توضیحات ورکړ.

دا غونډه چې د یاد کمیسیون مرستیال سید صفی الله هاشمی په مشړۍ جوره شوې وه، د افغانستان او ترکمنستان دولتونو ترمنځ د استراتژیک ګډې معاهدې، د افغانستان او تاجیکستان دولتونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ هوکړه لیک په اړه او د دې سندونو د پلی کیدو د څرنګوالي، ننګونو او فرصتونو په اړه خبرې اترې وکړي.

د اوسپنې پټلۍ عملیاتي مرستیال وویل چې د دې معاهدې او هوکړه لیک د لاسیک کولو موخه د یاد هېوادنو د ټرانسپورټې بنسټونو رامنځته کولو لپاره د متقابلو همکاریو پراختیا، د اوسپنې پټلۍ پروژو پلي کول او د افغانستان اوسپنې پټلۍ شبکي د یادو هېوادنو سره یو ځای کیدل ګړندی کړي.

هغه دغه راز زیاته کړه چې د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ هوکړه لیک د پلی کیدو سره د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو زیاتوالی، د ټرانسپورټې خدماتو غوړه کول، او د صادراتو او واردتو توکو تنظیم کیدو سبب وګرځي.

همداراز، د افغانستان او ترکمنستان دولتونو ترمنځ د استراتژیکې ګډې معاهدې د پلی کیدو سره د یاد هېوادونو د استراتژیکې همکارۍ زیاتول او د اقتصادي او سوداګرۍ د اوږد مهاله پرمختګ او همکارۍ سبب ګرځي.

په پای کې، د مشرانوجرګې نړۍوالو چارې کمیسیون مرستیال د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مرستیال له توضیحات څخه قدردانې وکړ او د افغانستان، ترکمنستان او تاجیکستان د اړیکو د ټینګیدو لپاره د یاد کمیسیون وړاندیزونه وړاندي کړل.

وروستي خبرونه او راپورونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۵۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۲۱مې څخه د ثور تر ۲۷مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۵۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۴۸۹۲۱). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

د نایب آباد سټېشن د پراختيا تفاهمنامه لاسليک شوه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د ازبکستان د ريل پټلۍ ادارې او کامګار شرکت سره د ثور په ۲۳مه د حيرتان بندر آړوند د نايب آباد سټېشن د پراختيا او معياري کېدو تفاهمنامه لاسليک کړه.

په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۱۲
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۱۴مې څخه د ثور تر ۲۰مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۶۰۳۹۰). . .

ټول