د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د لومړي فاز څلورومې قطعې د جوړولو چارې روانې دي
د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د لومړي فاز د څلورومې قطعې د جوړولو چارې رواني دی. تر دې مهاله د یادې پروژې د بدنه جوړوني، د وړو تېږو اچول، د سیخونو تړل او د کانکریت اچولو ځینې کارونه بشپړه شوي.
یاده پروژه د ۴۳ کیلومتره په اوږدوالي سره د هرات ولایت له غوریان، زنده جان او انجیل ولسوالیو څخه تیریږې او د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د دریمې برخې په دوام چې له دې مخکی یې چارې د ۶۳ کیلومتره په اوږدوالي سره بشيړې شوي وې، جوړیږي.
د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د لومړي فاز، څلورمې قطعې د جورولو هوکړه لیک د INKON KZ قزاقستاني شرکت سره لاسلیک شوي وه، او لګښت یې چې ۵۸.۵ میلیونه ډالرو ته رسیږي د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کیږي.
د یاد ونې وړده چې د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د دویم فاز، څلورومه قطعه چې ۴۴ کیلومتره اوږدوالی لري د ډیټل ډېزاین پروسې چارې یې بشپړې شوي او دا مهال یې د ساختمان جوړولو چارې په تدارکاتې پړاو کې دي.