اوکراین چمتو دی چې له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ په برخه کې همکاري وکړي
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مالي و ادارې مرستیال، ښاغلي میرویس میرزکوال اوکراین ته د خپل سفر پرمهال، د یاد هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له مشر سره ولیدل، او د دواړو هېوادنو د اوسپنې پټلۍ ادارو تر منځ د همغږۍ او تخنیکي همکاریو په اړه یې خبرې اترې کړي.
په دې کتنه کې، دواړو لورو هوکړه وکړه؛ چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې، په عملیاتي او تخنیکي برخو کې به یو شمیر کارکونکې په اوکراین هېواد کې مسلکي او تخنیکي روزنه و ویني.
همداراز، د یاد هېواد اوسپنې پټلۍ ادارې مشر، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د مالي او ادارې مرستیال د غوښتنې پر بنسټ، ژمنه وکړه چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د سترو پروژو په جوړولو کې به هراړخیزه مرسته کوي.
د یادونې وړ ده چې اوکراین د هغو سترو هېوادونو له ډلې څخه ده، چې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې پراخه شبکه او په لسګونو د اوسپنې پټلۍ فابریکې لري