تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۶۷۶۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي!
تېره اوونۍ کې (د وږی له ۳ مې تر ۹ مې) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۶۷۶۹) متریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۵۲۸۸۳) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۲۳۷۴) ټنه او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۹۱۲۸) ټنه انتقالات چې ټولټال ( ۶۶۷۶۹) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۲۳۸۴) ټنه صادرات شوي چې لویه برخه یې د ميوې جوس دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.
تاریخ ۱۴۰۲/۶/۱۱