تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۷۴۴۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي
تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۲ هـ.ش. کال د حوت مياشتي له ۲۵مې څخه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د حمل تر ۲مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۷۴۴۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۸۸۳) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۵۵۲) ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۰۰۱۰) ټنه انتقالات چې ټولټال (۸۷۴۴۵) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۶۱۱) ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه، کينو او د آنارو جوس دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.
د نشراتو آمریت
۶ حمل ۱۴۰۳ هـ.ش.
۱۵ رمضان ۱۴۴۵ هـ.ق.