د آقینې- اندخوی اوسپنې پټلۍ جوړولو لپاره د اورګاډي د خامو موادو چمتو کول

Sayed Zaher Mo…
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۴ - ۱۰:۲۳
Aqina

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ خپلواکې ادارې د آقینې- اندخوی اوسپنې پټلۍ پروژې لپاره د اړتیا وړ اوسپنې پټلۍ خام توکي چمتو کړي او دا مهال د اوسپنې پټلۍ ایښودلو پروسه روانه ده.

 د ۳۰ کیلومتره آقینې- اندخوی اوسپنې پټلۍ د خامو موادو چمتو کولو تړون، د څه باندې ۹ میلیونو او ۲۳۷ زره امریکایې دالړ په ارزښت، تیر کال د افغانستان د اوسپنې پټلۍ خپلواکې ادارې او «هارس انترترد» هنګرۍ شرکت ترمنځ لاسلیک شو.

د تړون له مخې نوموړي شرکت د یادې پروژې ۱۸ قلمونو د اړتیا وړ د اورګاډي مواد لکه ریلونه، سلیپرونه، بندې او کنچی چې د اوسپنې پټلۍ جوړونې اساسي توکي بلل کیږي، چمتو کړي او د کار ځای ته لېږدول شوي.

 د یادونې وړ ده چې د آقینې- اندخوی اوسپنې پټلۍ پروژې د جوړولو چارې رواني دي او تر دا مهاله د یادي پروژې د جوړولو چارې۶۰ سلنه څخه ډیري مخته تللي.

د قراردادي شرکت د ژمنې او پلان پر اساس ټاکل شوي د یادي پروژې کار د روان میلادي کال تر پایه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

وروستي خبرونه او راپورونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۳:۰
Background image

تېرو دوو اونیو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۱۴۹۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېرو دوو اونیو کې دحمل له ۱۰څخه دحمل تر ۲۳ مې) پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۱۴۹۵متریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۱۳۲۷۱ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۸ - ۱۲:۱۴
Background image

د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث مولوي هبة الله اخند زاده صاحب حفظه الله تعالی د مبارکۍ پیغام!

بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره ونتوب إليه ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا من يهده الله فلا مضل له ومن يضلل فلا هادي له وأشهد أن لا إله إلا الله. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۳ - ۱۴:۱۳
Background image

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رهبرۍ او مل پلاوي د ازبکستان د ریل پټلۍ ادارې له معاون او مل پلاوي سره وکتل

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رهبرۍ او مل پلاوي د ازبکستان هيواد د ریل پټلۍ ادارې له مرستيال او مل پلاوي سره د دوه اړخيزو ریلي همکاريو د پراختيا په تړاو خبرې وکړې.

په ليدنه کې د. . .

ټول