د آقینې – اندخوی د اوسپنې پټلۍ پرانستلو او ګټې خیستنې ته چمتو ده
د آقینې - اندخوی اوسپنې پټلۍ پروژې د جوړولو چارې بشپړې شوي او ټاکل شوي چې په نږدې ورځو کې د افغانستان او ترکمنستان دولتونو د لوړ پوړو چارواکو لخوا پرانیستل او به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د آقینې – اندخوی اوسپنې پټلۍ ۳۰ کیلومتره اوږدوالی لري په یاده پروژه کې یو د اوسپنې پټلۍ تمځای، نښلونکی سړک، د تخلیي او بارولو ځای، د باربري موټرونو تمځای او د احاطې دیوال په کې شامل دي.
په یاده پروژه له ۳۰ میلیونه ډالرو څخه ډېر لګښت راغلی چې ټول مالي لګښت یې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له پراختیایي بودیجې څخه تمویل شوی.
دې پروژې د جوړولو تړون یو کال مخکی د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې او د ترکمنستان د صنایعو او اړیکو وزارت ترمنځ لاسلیک شوی وه.
د آقینې – اندخوی اوسپنې پټلۍ جوړول د هېواد د داخلي اوسپنې پټلۍ شبکې د رامنځته کولو په موخه یو مهم ګام دی او د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې چې له ترکمنستان سره او بیا سیمه ییز اوسپنې پټلۍ شبکې سره نښلوي.
د آقینې اوسپنې پټلۍ تمځای په اساسې ډول بیارغول شوی او دا مهال هره ورځ سلګونو ټنه سوداګریز توکو تخلیه او باریږي.
د یادونې وړ ده چې د آقینې اوسپنې پټلۍ په تمځایو کې ۱۰ کیلومتره پراختیایي اوسپنې پټلۍ هم احداث شوی او دا مهال ګتې اخیستنې ته سپارل شوي.