د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست رئیس د پولي تخنیک پوهنتون له استادانو سره وکتل

Sayed Zaher Mo…
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۷ - ۹:۱۷
دیدار با نمایندگان پلیتخنیک

نن دوشنبه د جوزا ۱۶ مه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست رئیس ملا بخت الرحمن شرافت د پولي تخنیک پوهنتون د اوسپنې پټلۍ ډیپارټمنت له استادانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

دې ناسته کې چې مالي او اداري او تخنیکي معاونینو هم گډون درلود، ښاغلي شرافت د پوهنتون استادانو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنگ دوی ته وویل چې زموږ کدرونه کولای شي د هېواد په پرمختگ کې مؤثر رول ولوبوي.

ښاغلي شرافت زیاته کړه: "موږ هڅه کوو چې د اوسپنې پټلۍ ډیپارټمنت فارغانو ته کاري فرصتونه برابر کړو او په ټول توان زیار باسو چې د اوسپنې پټلۍ ټول کارونه افغاني کړو چې په دې سره به زیات شمېر هیوادوالو ته د کار زمینه برابره شي."

دې ناسته کې د اوسپنې پټلۍ ډیپارټمنټ رئیس د نورو استادانو په استازولي د ادارې له نوي رهبري مننه وکړه او له ادارې سره د هر راز مرستې تعهد یې وکړ. همداراز یې وویل چې زموږ نیکې مشورې او نظرونه تل تاسې سره دي او په گډه به کوښښ کوو چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ سیستم په نړیوالو نورمونو برابر کړو.

د مجلس په دوام کې ښاغلي شرافت استادانو ته د دوه اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ او دوی ته یې څرگنده کړه چې دوه اړخیزې همکاري د هېواد په پرمختگ او هېوادوالو په هوسایي کې مؤثر رول لري.

غونډه د دعایې په لوستلو پای ته ورسېده.

۱۶/۰۳/۱۴۰۱

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره

د مطبوعاتو آمریت

وروستي خبرونه او راپورونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۵۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۲۱مې څخه د ثور تر ۲۷مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۵۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۴۸۹۲۱). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

د نایب آباد سټېشن د پراختيا تفاهمنامه لاسليک شوه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د ازبکستان د ريل پټلۍ ادارې او کامګار شرکت سره د ثور په ۲۳مه د حيرتان بندر آړوند د نايب آباد سټېشن د پراختيا او معياري کېدو تفاهمنامه لاسليک کړه.

په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۱۲
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۱۴مې څخه د ثور تر ۲۰مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۶۰۳۹۰). . .

ټول